د افغانستان قابله ګانې وايي چې له ګڼو اندېښنو او جدي ننګونو سره مخامخ دي

یوه قابله له یوې مور سره د زېږون پرمهال د مرستې په حال کې

په داسې حال کې چې د می په پنځمه د قابله ګانو نړیواله ورځ لمانځل کیږي، په افغانستان کې یو شمیر قابله ګانې له سختو کاري شرایطو شکایت کوي او د دې برخې محصلینې بیا  له ناڅرګند راتلونکي سره مخ او له زده کړو محرومې ګرځول شوي دي.

نن د می پنځمه د قابله ګانو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په تېره په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د روغتیا ساتنې لپاره د قابله ګانو د حیاتي رول دلمانځلو لپاره مهم بلل کېږي.

يو شمېر قابله ګانې وايي چې له کافي اسانتياو پرته او په کمه تنخوا روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

په افغانستان کې یوې قابلې چې نه یې غوښتل د امنیتي اندیښنو له امله نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل “قابلو ته په افغانستان کې په کمه سترګه کتل کېږي، تنخواګانې یې کار ته په کتو ډېرې کمې دي، د کار فشار پرې زیات دی، نوکرۍ یې هم په پرله پسې توګه یوه یا دوه شپې وروسته راځي او امتیازات هم نه لري، بله مهمه خبره دا ده چې اړتیا ده چې د قابله ګانو په ظرفیت لوړونې کار وشي.”

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو ان اف پي اې) وايي چې افغانستان د ژوند د ژغورلو لپاره لا زیاتو قابله ګانو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره د قابله ګانو رول حیاتي بلل کېږي.

دغه سازمان د می د پنځمې- د قابله ګانو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو له زیاتیدو سره، قابله ګانې دې ته اړې کېږي چې د هغو میرمنو د پالنې لپاره چې روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري، ډیر ساعتونه په کلینیکونو کې تیر کړي.

د قابله ګۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې د طالبانو حکومت په ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان په نیمه عالي انسټیوټونو کې د قابله ګۍ پر زده کړو بندیز ولګاوه. دې پریکړې د نړیوالو سازمانونو غوسې وپارولې او دا اقدام یې په افغانستان کې د ښځو پر روغتیا یو ګوزار وباله.

په بامیان ولایت کې د قابله ګۍ د برخې یوې محصلې چې نه یې غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل “موږ خپله نرسنګي ختمه کړې ده، په هغه لومړۍ اونۍ کې چې طالبانو انسټیټوتونه وتړل د شپږم سمسټر ازموینې مو پای ته ورسولې. اوس د عامې روغتیا ازموینه پاتې ده. همداسې په تمه یو چې څه وخت به له موږ نه ازموینه اخلي.خپل لنډ ژوندلیک او د کار غوښتنې مو وراستولې وې خو اوس ټولې موسسې بندې دي، په کورناستې یو او ژور خفګان راته پیدا شوی دی.”

د نسايي او ولادي ناروغيو ځینې متخصصين وايي، قابله ګانې د ميندو او ماشومانو د مړينې په کمولو کې اساسي رول لوبوي او که دوی د ډاکټرانو تر څنګ حاضرې نه وي، روغتيايي خدمتونه په سمه توګه نه شي وړاندې کېدلای.

له دې ډلې د افغانستان د نسايي ولادي ډاکترانو د ټولنې مشرې نجم السما شفاجو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل “قابله ګانې کولای شي ښه خدمتونه وړاندې کړي خو که په ټولنه کې قابلې کمې وي یا هېڅ نه وي او یا هم که په معیاري توګه کار ونه کړي مسلماً چې ډاکتر په یوازې ځان کار نه شي کولای او په پایله کې یې ضربه ناروغ ته رسېږي.”

که قابلې نه وي ډاکتر په یوازې ځان کار نه شي کولای او ضربه یې ناروغ ته رسېږي.

د طالبانو حکومت له څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي د پورته زده کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو او همداراز د پوهنتونونو دروازې تړلې او تېر کال یې هم د هغو نجونو پر مخ طبي انسټیټوتونه بند کړل چې ټاکل شوې وه له فراغت وروسته د مېندو او ماشومانو د پالنې په برخو کې کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتيا نړيوال سازمان د تېر کال په غبرګولي مياشت کې ويلي و، چې د مخنيوي وړ مړينې، په افغانستان کې هره ورځ د ۲۴ ميندو او ۱۶۷ نويو زېږېدلو ماشومانو ژوند اخلي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ مرستیال محمد حسن غیاثي څلور میاشتې مخکې ادعا کړې وه چې افغانستان د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ نه دی او په خبره یې په هېواد کې کابو ۳۰ زره قابله ګانې شته چې په روغتیايي سیستم کې شاملې نه دي.

خو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو ان اف پي اې) نهه میاشتې وړاندې ویلي و، چې افغانستان د میندو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر ۱۸ زرو زیاتو قابله ګانو ته اړتیا لري.

دغې ادارې په دې هېواد کې د قابله ګانو د اوسني شمېر له څرګندولو پرته ویلي و، چې که دا تشه ډکه نه شي، د زېږون پر مهال به د ميندو ژوندله ګواښ سره مخ شي.