د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې په واګه بندر کې د افغان سوداګرو د صادراتو ټرانزیټي موټر درول شوي او دغهشان په کراچۍ بندر کې له هنده افغانستان ته پر سوداګریزو وارداتي توکو بندیز لګېدلی، چې له امله یې افغان سوداګرو ته هره ورځ سلګونه زره ډالر زیان اوړي.
د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي د مۍ په ۴ مه ازادي راډیو ته وویل: «موږ پرون د بهرنیو چارو له وزیر سره ناسته درلوده، په دې ناسته کې د سوداګرۍ ګډې خونې سوداګرو او د سوداګرۍ او صنعت وزارت استازو هم ګډون درلود. د ستونزو په اړه خبرې وشوې او هڅه روانه ده چې دا ستونزه حل شي.»
په همدې حال کې، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو عمومي رئیس نور احمد نور د یکشنبې په ورځ د مۍ په ۴ مه د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ او په سیمه یې اغېزو په نوم په یوه سیمنار کې ویلي چې د واګه بندر تړل کېدو د افغان سوداګریزو توکو د لېږد مخه نیولې او د افغانستان سوداګریز سکتور ته یې د پام وړ زیان اړولی دی.
که څه هم د پاکستان حکومت د تېرې اپرېل په ۳۰ مه اعلان وکړ چې په اسلاماباد کې د طالبانو د حکومت د سفارت په غوښتنه یې افغان سوداګریزو توکو بار ټرانزیټي موټرو ته له واګه بندر له لارې د اوښتو اجازه ورکړې، خو د هند حکومت له پاکستانه د هر ډول ټرانزیټي توکو په ورتګ بندیز لګولی دی.
په دې اړه نور: الکوزی: هند او پاکستان د افغان سوداګرو د سلګونو کانتینره سوداګري مال مخه نیولېد هند د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د یو رسمي مکتوب له مخې، چې یوه کاپي یې د افغانستان د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې ترلاسه کړې او له ازادي راډیو سره یې شریکه کړې، پکې تر بل امر پورې له پاکستانه د هر ډول ټرانزیټي توکو واردول او صادرول منع شوي دي.
دغه مکتوب، چې د مۍ په دویمه خپور شوی، پکې راغلي چې دا پرېکړه د هند د ملي امنیت د ساتنې په هدف شوې ده.
افغان سوداګر وايي چې دې محدویتونو اندېښمن کړي دي.
هند ته د وچې مېوې یو سوداګر حبیبالرحمان رحماني، چې سوداګریز مالونه یې په پاکستان کې بند پاتې دي، ازادي راډیو ته وویل"د میلیونونو ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي بند پاتې دي، او دې مسئلې افغان سوداګرو ته ډېر زیان اړولی. که چېرې بالاخره په دې مسیر افغان سوداګرو ته د مالونو د انتقال اجازه ورنکړل شي، موږ اړ یو چې خپل مالونه بېرته افغانستان ته راورګرځوو. همدا اوس زموږ او د یو شمېر نورو شرکتونو له ۱۰ تر ۲۰ موټرو هلته بند پاتې دي، چې په یو موټر کې له ۲۰ تر ۲۵ ټنه توکي بار دي."
له هنده د سوداګریزو توکو یو واردوونکي افغان سوداګر منور له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل"له ډېرو ستونزو سره مخ یو. د سوداګریزو مالونو د انتقال لپاره لاره نه لرو. توکي مو اخیستي، پیسې مو ورکړي، خو اوس د کراچۍ بندر کې بند دي او نه شو کولای چې خپل مالونه ترلاسه کړو. پیسې او مالونه مو له شرکت سره بند پاتې دي. تر هغه وخته چې وضعیت معلوم نه شي، د توکو انتقال امکان نه لري."
دغه سوداګر د هند او پاکستان له حکومتونو غواړي چې سوداګري د سیاسي اختلافاتو قرباني نه کړي.
دا اقدامات د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې له خونړي برید وروسته وشول.
له یاد برید وروسته د هند حکومت د پاکستان پر ضد تعزیري اقدامات وکړل، چې تر ټولو مهم یې د سند د اوبو د تاریخي تړون لغوه کول وو، چې له مخې یې پاکستان ته د سند د اوبو جریان تضمین شوی و.
د پاکستان حکومت د هند د اقداماتو په غبرګون کې پرېکړه وکړه چې د واګه بندر وتړي او د پاکستان پر فضا د هند ټولې الوتنې وځنډوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه خبرداری ورکوي چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ او د افغانستان د وارداتو او صادراتو ځنډېدل به د هېواد سوداګرۍ، په ځانګړې توګه د وچې مېوې صادراتو ته جدي زیان ورسوي.
د دغې خونې د معلوماتو له مخې، د واګه بندر له لارې هر کال د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه هند ته صادرېږي، او له هند څخه د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ټرانزیټي توکي د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته راوړل کېږي.
د افغانستان د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې ویاند خالد احمد رحماني ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال په واګه بندر کې شاوخوا ۱۵۰ په سوداګریزو توکو بار ټرانزیټي موټرې بندې پاتې دي.
دی زیاتوي چې د دغه بندر په تړل کېدو سره به هند ته د وچې مېوې صادرات په راتلونکي کې د پام وړ کم شي.