د دې ادارې ویاند حافظ محمد یوسف حماد، په یو غږیز پیغام کې چې د یکشنبې (د مې څلورمه) نېټه د یادې ادارې په ایکس/پخواني ټویټر پاڼه خپور شوی، ویلي چې د دغو سیلابونو له امله ۲ تنه مړه شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
"د لومړنیو راپورونو له مخې یو شمېر استوګنیز کورونه، سړکونه، کرنیزې ځمکې یا زیانمن شوي او یا هم له منځه تللي دي. له بده مرغه، د دغو سیلابونو له امله دوه تنه هېوادوال هم شهیدان شوي او درې نور ټپیان شوي دي."
نوموړي د کوم ځانګړي ولایت نوم نه دی اخیستی، خو په شمالي ولایت بدخشان کې، د طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې رییس مولوي محمد اکرم اکبري بیا د یکشنبې (د اپرېل څلورمه) نېټه، کورنیو رسنیو ته ویلي، چې سیلابونو د دغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ۵ تنو ژوند اخیستی او ډېر مالي تاوانونه یې اړولي دي.
په دې اړه نور: د کډوالو نړیوال سازمان: ۹میلیونه افغانان اقلیمي بدلون اغیزمن کړي ديتر دې وړاندې، په بدخشان کې له پېښو سره د مبارزې د ریاست د پېښو امر محمد کامګار ویلي و، چې د جمعې د ورځې سیلابونو د بدخشان په جرم او بهارک ولسوالیو کې کورونه، کرنیزې ځمکې او بڼونه ویجاړ کړي دي.
په همدې حال کې، د بدخشان د جرم ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد عالم ازادي راډیو ته ویلي:
"په جرم کې د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې، چې غنم او لوبیا یې پکې کرلي، له منځه تللي دي. په بهارک ولسوالۍ کې هم خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي."
د دې ولایت د مرکز فیضاباد یو اوسېدونکی هم، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته ویلي:
"څو ولسوالیو کې سیلابونو زیانونه اړولي دي. یو شمېر موټرې سیلاب وړي، او درې ماشومان هم د سیلابونو له امله مړه شوي دي."
دوی وايي، حکومت او مرستندویه موسسو تر دې دمه د زیانمنو کورنیو سره هېڅ ډول مرستې نه دي کړې.
خو د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ویلي چې زیانمنو سیمو ته د دوی ولایتي ډلې رسېدلي او له سروې وروسته به له زیانمنو کورنیو سره مرستې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې یکشنبه (د مې ۴مه) او دوشنبه (۵مه) هم د سالنګونو په ګډون، په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، پنجشیر، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل، ارزګان او مرکزي ولایتونو کې د سختو اورښتونو، سیلابونو، تېزو بادونو، تالندې او برېښنا اټکل شوی دی.
په دې اړه نور: افغانستان کې سیلابونو او ږلۍ ۳۶ تنه مړه کړي، ارقام لا وروستي نه ديد طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست، په یوه خبرتیا کې په یو شمېر یادو ولایتونو کې له ۱۰ تر ۳۰ مليمترو پورې د باران د ورېدو اټکل کړی دی.
په خبرتیا کې د یادو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتل شوي چې د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.
افغانستان له اقلیمي بدلون نه اغېزمن هېواد دی، چې په دې وروستیو کې پکې سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په تېر ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۹ میلیونه افغانان د اقلیمي بدلون له خطرونو اغېزمن شوي دي.