دغه سازمان ویلي، په زرګونه هغه افغانان چې هره ورځ له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي، له سختو کړاونو سره مخ دي، او دوی د راتلونکو دوو کلونو لپاره ورته د ژوند ژغورونکو خدمتونو په موخه د ۲۵ میلیونه سویسي فرانکونو د راټولولو بېړنۍ غوښتنه کړې ده.
د پاکستان له پلازمېنې اسلاماباده افغانستان ته ستنه کړل شوې شریفه وایي، کابو درې اونۍ مخکې له دغه هېواده په زوره ایستل شوې او لا هم له خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ سره بېسرپناه او بېبرخلیکه ده.
شریفې ازادي راډیو ته وویل چې د کابل په کارتهنو سیمه کې په خیمو کې اوسېږي، له ګڼو ستونزو سره مخ ده او ان ماشومان یې د خوراک لپاره هم څه نه لري:
"خوراکي توکي په ډېره سختۍ پیدا کېږي، زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته دې کور راکړل شي، خاوند مې معذوره دی، خسر مې سپینږېری دی، کار نه شي کولای، هغه به ناروغ ته شي، خوړو پیدا کولو ته، د کور کرایې ته، څه ته به شي؟ اوس خیمه کې یوو، دلته خو ژوند نه کېږي، له بېوزلۍ داسې حال پر موږ راغلی دی."
دا یوازې شریفه او کورنۍ یې نه ده، بلکې له پاکستانه بل راستون شوی کډوال، چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي او په ننګرهار کې په یوه لرې پرته سیمه کې موقتاً مېشت شوی، هم وایي چې د درې اونیو په تېرېدو لا هم مناسبه سرپناه نه لري او له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.
ده ازادي راډیو ته وویل:
"دا درې اونۍ کېږي چې راغلي یو، ستونزې مو زښته زیاتې دي، ځکه یو کوټه کې اوسېږو، دا کوټه هم سمه جوړه نه ده، نیم په ډاګ پراته یو، د کور وسایل مو ټول بیرون پراته دي، کاروبار نشته، نه هم تر اوسه چا راسره مرسته کړې."
دا شکایتونه داسې مهال دي چې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون (ایافارسي) تازه له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېمخینې ستنېدو ته په پام، له نړیوالې ټولنې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
په دې اړه نور: د کډوالو عالي کمشنري؛ په زرهاوو افغان کډوال په زوره د خطر لور ته استول کیږيد دغه فدراسیون عمومي منشي جګن چاپاګین د مې په ۳مه، په خپله ایکس/پخواني ټویټر پاڼه د یاد فدراسیون د یو راپور په خپرولو لیکي چې دوی په لومړي قدم کې خپل د بیړني حالت د مرستو له صندوقه بیړنۍ بودیجه ازاده کړې ده، خو د ناورین پراخوالي او شدت ته په کتو سره یې اوس د ۲۵ میلیونه سویسي فرانکونو د راټولولو لپاره یوه بیړنۍ غوښتنه پیل کړې، څو راتلونکو دوو کلونو کې مهمې، ژوند ژغورونکې مرستې ورسوي.
دغه فدراسیون ویلي، هره ورځ په منځني ډول له ۴ تر ۶ زره افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستنول کېږي، چې له سختو شرایطو سره مخ دي.
راپور کې وړاندې راغلي، په تېرو ۱۸ میاشتو کې نږدې یو میلیون افغانانو له پاکستانه افغانستان ته له ننګونو ډک سفرونه کړي، چې یوازې په اپرېل میاشت کې شاوخوا یوه لک ۴۵ زره بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
راپور دا هم وایي، چې ډېری ستانه کړل شوي، په یوه خیمه کې ان ۴ کورنۍ ځای پر ځای شوي.
د «ایافارسي» د راپور پر بنسټ، دا کډوال په داسې حال کې ستنېږي چې افغانستان کې بشري وضعیت، په ځانګړي ډول روغتیایي سیستم، وار له مخې نازک دی، ښځې د هغوی د جنسیت له امله له ټولنې څنډې ته کړل شوي، له شپږم ټولګیو پورته نجونې د زده کړو اجازه نه لري، اکثریته راستنه شوي د سرپناه په ګډون ان لومړنۍ اسانتیاوې لکه کافي خواړه او اوبه نه لري، او په ټکو یې ګڼ شمېر ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون (ایافارسي) له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې حساسو شېبو کې د افغانانو تر څنګ ودرېږي، ځکه په ټکو یې هره مرسته کولی شي کورنۍ بېرته د خوندي او باعزته ژوند پر لور بوځي.
د یادونې ده چې د پاکستان حکومت د مارچ له ۳۱مې نېټې راهیسې له هغه هېواده د افغان بېاسنادو او «اېسيسي» یا د افغان تابعیت کارت درلودونکو کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
ځینو پاکستاني رسنیو د خپل هېواد د چارواکو په حواله ویلي چې دوی به روان کال په دریو بېلابېلو پړاوونو کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.
د دغو راپورونو پر بنسټ، د پاکستان حکومت به د «اېسيسي» کارت لرونکو افغان کډوالو تر ایستلو وروسته، د «پياوار» یا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې کارت لرونکو افغانانو د ایستلو لړۍ هم پیل کړي.