له پاکستانه خپل هیواد ته د افغان کډوالو بې مخینې ستنولو ته په پام د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون (ای اف ار سي) له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې حساس وخت کې د افغانانو ترڅنګ ودریږي.
دغه سازمان ویلي، په زرګونه هغه افغانان چې هر ورځ له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي له سختو کړاونو سره مخ دي او دوی د راتلونکو دوو کلونو لپاره ورته د ژوند ژوغورونکو خدمتونو په موخه د ۲۵ میلیونه سویسي فرانکونو د راټولولو بېړنې غوښتنه کړې ده.
د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون د شمیرو پر بنسټ یوازې په اپرېل میاشت کې له پاکستانه شاوخوا یو لک ۴۵زره افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه کړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته ځینو ستنو کړل شویو کورنیو هم ازادي راډیو ته وویل چې ان سرپناه نه لري او ماشومان یې له سختو کړاوونو او لوږې سره مخامخ دي.
د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباده افغانستان ته ستنه کړل شوې شریفې ازادي راډيو ته وویل:
«په خیمه کې اوسو، سرپناه نشته، مېړه مې معذوره دی د کار او بار مو هم څوک نشته. یوه لویه کورنۍ یو…»
شریفه وايي، شا او خوا درې اونۍ مخکې له دغه هېواده په زوره رایستل شوې اولا هم له خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ سره بې سرپناه او بې برخلیکه ده.
شریفې ازادي راډیو ته وویل چې د کابل په کارته نو سیمه کې په خیمو کې اوسېږي، له ګڼو ستونزو سره مخ او ان ماشومان یې د خوراک لپاره هم څه نه لري:
"خوراکي توکي په ډېره سختۍ پیدا کېږي، زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته دې کور راکړل شي، خاوند مې معذوره دی، خسر مې سپین ږیری دی کار نه شي کولای هغه به ناروغ ته شي، خوړو پیدا کولو ته، د کور کرایې ته، څه ته به شي؟ اوس خیمه کې یو، دلته خو ژوند نه کېږي، له بې وزلۍ داسې حال پر موږ راغلی دی."
دا یوازې شریفه او کورنۍ یې نه، بلکې له پاکستانه بل راستون شوی کډوال چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي او په ننګرهار کې په یوه لرې پرته سیمه کې موقتاً مېشت شوی هم وایي چې د درې اونیو په تېرېدو لا هم مناسبه سرپناه نه لري او له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
ده ازادي راډیو ته وویل:
"دا درې اونۍ کېږي چې راغلي یو، ستونزې مو زښته زیاتې دي ځکه یو کوټه کې اوسو،
دا کوټه هم سمه جوړه نه ده، نیم پر ډاګ پراته یو، د کور وسایل مو ټول دباندي پراته دي، کاروبار نشته، نه هم تر اوسه چا راسره مرسته کړې."
دا کوټه هم سمه جوړه نه ده، نیم پر ډاګ پراته یو، د کور وسایل مو ټول دباندي پراته دي، کاروبار نشته، نه هم تر اوسه چا راسره مرسته کړې."
دا شکایتونه داسې مهال دي چې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون (ای اف ار سي) تازه له پاکستانه خپل هیوادته د افغان کډوالو بې مخینې ستنولو ته په پام له نړیوالې ټولنې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
د دغه فدراسیون عمومي منشي جګن چاپاګین د می په ۳مه په خپله ایکس پاڼه د یاد فدراسیون د یو راپور په خپرولو لیکي چې دوی په لومړي قدم کې خپل د بیړني حالت د مرستو له صندوقه بیړنۍ بودیجه ازاده کړې ده خو د ناورین پراخوالي او شدت ته په کتو سره یې، اوس د ۲۵ میلیونه سویسي فرانکونو د راټولولو لپاره یوه بیړنۍ غوښتنه پیل کړې، څو راتلونکو دوو کلونو کې مهمې، ژوند ژغورونکې مرستې ورسوي.
دغه فدراسیون ویلي هر ورځ په منځني ډول له ۴تر ۶ زرو افغان کډوالو له پاکستانه خپل هیواد ته ستنول کېږي، چې له سختو شرایطو سره مخ دي.
راپور کې وړاندې راغلي په تېرو ۱۸ میاشتوکې نږدې یو میلیون افغانانو له پاکستانه افغانستان ته له ننګونو ډک سفرونه کړي، چې یوازې په اپرېل میاشت کې شاوخوا یو لک ۴۵زره بېرته خپل هیواد ته ستانه کړل شوي دي.
راپور دا هم وايي چې ډیری ستانه کړل شوي په یوه خیمه کې ان ۴ کورنۍ ځای په ځای شوي.
د «ای اف ار سي» د راپور پر بنسټ، دا کډوال په داسې حال کې سنول کېږي چې افغانستان کې بشري وضعیت په ځانګړي دول روغتیایي سیستم وار له مخې نازک دی، ښځې د هغوی د جنسیت له امله له ټولنې څنډې ته کړل شوي، له شپږم ټولګیو پورته نجونې د زده کړو اجازه نه لري، اکثریته راستنه شوي د سرپناه په ګډون ان لومړنۍ اساتیاوې لکه کافي خواړه او اوبه نه لري او په ټکو یې ګڼ شمېر ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون (ای اف ار سي) له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې حساسو شېبو کې د افغانانو تر څنګ ودرېږي ځکه په ټکو یې هره مرسته کولی شي کورنۍ بېرته د خوندي او باعزته ژوند پر لور بوځي.
د یادونې ده چې د پاکستان حکومت د مارچ له ۳۱مې نېټې راهیسې له هغه هیواده د افغان بې اسنادو او «اې سي سي» یا افغان تابعیت کارت درلودونکو کډوالو د ایستلو لړۍ پېل کړې ده
ځینو پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د چارواکو په حواله ویلي چې دوی به روان کال په د دریو بېلابیلو پړاونو کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.
د دغو راپورونو پر بنسټ د پاکستان حکومت به د (اې سي سي) کارت لرونکو افغان کډوالو تر ایستلو ورسته د ( پي او ار ) اور په نوم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې کارت لرونکو افغانانو د اېستلو لړۍ هم پیل کړي.