کابل او د ولایتونو خلک د ملي بسونو د فعالیت زیاتوالي غوښتنه کوي

د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکې په خپلو سیمو کې د ښاري بسونو له نشتوالي شکایت کوي او د دې خدماتو د پیل کېدو او زیاتوالي غوښتونکي دي.

دوی ازادي راډیو ته وویل په اوسنیو شرایطو کې چې بې کاري او اقتصادي ستونزې زیاتې شوي، دوی د شخصي موټرو لوړه کرایه نشي ورکولی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د طالبانو حکومت د کابل لوګر په لویه لاره تر لس کلن ځنډ وروسته د ښاري بسونو د فعالیت د پیل اعلان کړی دی.

د بامیان ولایت د مرکز یو دوکاندار نوروز ازادي راډیو ته په دې ولایت کې د ښاري بسونو له نشتوالي شکایت وکړ.

هغه وايي چې په بامیان کې د ښاري بسونو دولتي خدمات نشته او خلک د شخصي موټرو لوړې کرایې نشي زغملی.

د نوروز په خبره دا ستونزه له کلونو راهیسي په دې ولایت کې شته او اوسېدونکې یې د ملي بسونو له خدماتو بې برخې دي.

"په بامیانو کې دننه او ددې ولایت ولسواالیو ته ملي بسونه نشته، د کابل بامیان په لویه لار هم بسونه نشته، که ملي بسونه فعالیت ولري دا ډېره ښه خبره ده، د دې لپاره چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی او په بیلابیلو لارو د وړو موټرو کرایې ډېرې لوړې دي، همدا اوس چې کابل ته ځې کرایه له ۵ سوه تر ۶۰۰ افغانیو ده خو که ملي بس وي دا کرایه به کمه وي."

له بلې خوا د کابل د اتمې ناحییې اوسېدونکی احمد الله هم په کابل ښار کې د ملي بسونو له کمښت شکایت کوي او غوښتنه کوي چې باید ښاري بسونه زیات شي.

"موږ له یو، تر یو نیم ساعت ملي بس ته انتظار کوو، ډېر کم پیدا کیږي، ملي بسونه کم دي او نفوس زیات دی، کوم کسان چې زما غوندې محصلین دي یا مامورین دي او باید وخته ځان ورسوي نه شي کولای په وخت ورسیږي، له بله خوا شخصي موټرو هم چې د یو نفر ۲۰ افغانۍ کرایه به یې اخیستي اوس یې بند کړي چې دې خلک یې له نورو ستونزو سره مخ کړي دي. "

په دې اړه د طالبانو تر کنترول لاندې د ملي بس شرکت مسولینو د خلکو د اندېښنو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د دې شرکت د پخوانیو معلوماتو پر بنسټ، د کابل په بیلابیلو مسیرونو ۱۵۰ ښاري بسنونه فعالیت کوي چې نږدې لارو کې د هر کس کرایه ۵ او په لرو لارو کې ۱۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

دغه شرکت په وروستیو کې له لس کلن ځنډ وروسته د کابل – لوګر په لاره د ملي بسونو د فعالیت اعلان هم کړی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړ چې دا بسونه به په ورځ کې څلور ځله د کابل – لوګر ترمنځ تګ راتګ کوي او د هرې سپرلۍ په سر به پنځوس افغانۍ کرایه اخلي.

که څه هم د تېرو او اوسنیو حکومتونو د ملي بس شرکت چارواکو په وار وار د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د ملي بسونو د کمښت او نه موجودیت د ستونزې د حل ژمنې کړي خو د پلازمینې کابل په ګډون د بیلابیلو ولایتونو اوسېدونکې وايي چې دا ژمنې لا نه دي عملي شوي.

د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د ښاري بسونو د کمښت په اړه شکایتونه په داسې حال کې راپورته کیږي چې نږدې یوه میاشت وړاندې د طالبانو د حکومت د ترافیکو عمومي ریاست اعلان وکړ چې شخصي موټر چلوونکي اجازه نه لري چې په کابل او نورو ولایتونو کې خپلې موټرې د ټکسي په توګه وکاروي.

د دې اقدام موخ د شخصي او ټکسې موټرو ترمنځ توپیر، په موټرو پورې د اړوند جرمونو کمول او د عامه ترانسپورت منظم کول یاد شوي دي.