پاکستان د خلیج له هېوادونو غواړي چې په هندي کشمېر کې د وروستۍ حملې پرسر د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په اوارۍ کې مرسته وکړي.
د اسوشیتیدپریس خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا غوښتنه پرون د خلیج د هېوادونو له استازو سره په کتنه کې وکړه. د راپور له مخې ښاغلي شریف د سعودي عربستان، کوېټ او متحده عربي اماراتو له سفیرانو سره په جلا کتنو کې هغوی ته د کشمیر په پهلګام سیمه کې د اپریل د ۲۲مې نېټې د حملې په اړه د پاکستان د دریځ په اړه معلومات ورکړل.
په دې حمله کې ۲۶ کسان چې اکثر هندوان وو، ووژل شول. هند پاکستان د دې برید په ملاتړ تورن کړی خو اسلام آباد دا تور رد کړی دی.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د تېرې دوشنبې په ورځ وویل چې هند په نژدې راتلونکي کې پر پاکستان د برید پلان لري.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکوروبیو د چارشنبې په ورځ د هند د بهرنیوچارو له وزیر اس جېشنکر او د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په ټلفوني خبرو کې هغوی وهڅول چې د کشمیر له حملې وروسته د دواړو هېوادو په اړیکو کې رامنځ ته شوی کړکېچ په سوله ایز ډول حل کړي.