د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ نن په یوه بیان کې وویل چې د کره استخباراتي اطلاعاتو له مخې هند غواړي چې له څلرویشتو تر شپږ دیرش ساعتونو پورې پر پاکستان برید وکړي.
ښاغلي تارړ تیره شپه همدا اندیښنه په دې ډول ښکاره کړې وه چې ویلي یې و، د هند تیري ته به قاطع ځواب ورکړي.
هندي چارواکو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو د هند صدراعظم نریندرا مودي د سې شنبې په ورځ خپلو وسله والو ځواکونو ته د پاکستان پرضد د عملیاتو بشپړ واک ورکړ.
د پاکستان او هند ترمنځ کړکیچ ته ملګرو ملتو اندیښنه ښکاره کړې ده. د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش د دواړو هیوادونو له چاراکو سره په جلا جلا ټیلفوني تماسونو کې د جګړې پر مخنیوي ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې دا جګړه به له تراژیدیو ډکې پایلې ولري.
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه کړې ده او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هند او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره پر ټیلفون غږیدلی دی. چین هم د دوشنبې په ورځ هیله څرګنده کړه چې دواړه خواوې دې له زغمه کار واخلي.
بل لور ته د هند دوو پوځي سرچینو نن رویټرز اژانس ته وویل، په کشمیر کې هندي جګپوړیو چارواکو اعتراض کړی دی چې د پاکستان له لورې پرته له څه دلیله د دوی په خوا ډزې کیږي. هندي پوځي چارواکي وایي چې تیره شپه شپږمه پرله پسې شپه وه چې له پاکستاني ځواکونو سره د کشمیر د (لاین اف کنټرول) په اوږدو ډزې تبادله کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار بیا ویلي دي چې دوی به لومړی پر هند برید ونه کړي.
د هند او پاکستان ترمنځ چې دواړه اټومي وسلې لري تاوتریخوالي وروسته تر دې زیات شو چې تیره اونۍ د اپریل په دوه ویشتمه د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام کې وسله والو شپږ ویشت سیلانیان ووژل. نوي ډیلي تور پورې کړی دی چې په دې حمله کې پاکستان لاس لري او پاکستان دا تور رد کړی دی، ویلي یې دي چې د دې پیښې بې پرې تحقیقات دې وشي.
پاکستاني رسنیو نن له هند سره پولې ته په نژدې سیمو کې د ټانکونو، توپخانې او پلیو ځواکونو د تمریناتو خبر ورکړ، د پوځي سرچینو په وینا دا تمرینات سیالکوټ، شکرګړ، ظفروال او نارووال په سیمو کې ترسره شوې دي.