د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، افغان واکمنانو ته یې واضح پیغام لیږلی تر هغو له کابل سره سوله ییزې اړیکې نشي لرلی څو چې افغان خاوره په پاکستان د برید لپاره کارول کېږي.
اسوشیټیډ پریس راپور ورکړ چې شریف دا څرګندونې نن د اېبټ آباد په سیمه کې په یوه پوځي مراسمو کې وکړې.
هغه زیاته کړه: «موږ به د خپل ورور او ګاونډي هیواد افغانستان سره د ښو اړیکو او ښه تفاهم لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو، خو په ورته وخت کې موږ د افغانستان لنډمهاله حکومت ته یو قوي او واضح پیغام رسولی چې که څه هم موږ له کابل سره سوله ایز ګاونډیتوب غواړو، خو دا به تر هغه وخته ممکنه نه وي تر څو چې د افغانستان خاوره د فتنه ګرو خوارجو له خوا په پاکستانیانو د برید لپاره کارول کېږي او دلته زموږ بېګناه وروڼه او خویندې وژل کېږي»
شهباز شریف وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې په دې وروستیو کې په کابل کې پاکستاني لوړ پوړو پلاويو له طالب چارواکو سره ولیدل.
د طالبانو حکومت په وار وار د پاکستان دا ادعاوې رد کړي او بې اساسه یې بللي چې اورپکي په پاکستان کې د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي او ویلي یې دي چې پاکستان باید د خپلو داخلي ستونزو پړه پر افغانستان ونه اچوي.