په استانبول ښار کې يوې زورورې زلزلې ۵۱ کسان ټپيان کړي دي
په استانبول ښار کې يوې زورورې زلزلې ۵۱ کسان ټپيان کړي دي
Your browser doesn’t support HTML5
د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د دې هیواد د کورنيو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې د زلزلې له کبله ۵۱ کسان ټپيان شوي دي.
یوې زورورې زلزلې نن د ترکیې د استانبول ښار ولړزاوه.
د ترکیې حکومت ویلي دي چې دا زلزله د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه دوه وه.
په وروستیو کلونو کې دا په استانبول کې چې نژدې شپاړس میلیونه نفوس لري تر ټولو زوروره زلزله ده.