د نایروبي محکمې د جمعې په ورځ امریکا ته د هغه له سپارلو سره موافقه کړې وه.
د نایروبي ټایمز د راپور په اساس د امریکا یوې محکمې د نایروبي له چارواکو غوښتي وو چې دا افغان تبعه امریکا ته وسپاري ځکه په هغه باندې د مخدره موادو د قاچاق او د وسلو د لرلو تورونه لګېدلي دي.
ظاهر قدیر د کینیا د پلازمینې نایروبي یوې محکمې کې په هغه د لګېدلو تورونو د اورولو په وخت
کینیايي څارنوالانو ویلي چې ظاهر قدیر غوښتل امریکا ته د سپارل کېدو له مسلې ځان بچ کړي او له کینیا نه افغانستان یا بل داسې هېواد ته لاړ شي چې له امریکا سره د تورنو کسانو د تبادلې یا استرداد تعامل نه لري.
د نایروبي د محکمې په حکم کې راغلي چې د قضیې جدیت ته په کتو او له دې چې د دغه تورن نور ملګري ازاده ګرځي محکمې دا غوره وګڼله چې د امریکا په غوښتنه د هغه د استرداد او تسلیمۍ له قضیې سره موافقه وکړي.
تمه ده قدیر په امریکا کې محکمې ته وړاندې شي څو په هغه د لګېدلو تورونو څېړنه وشي.
امریکايي چارواکو لا د ظاهر قدیر د نیولو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
د ظاهر قدیر د کورنۍ ځینو غړیو له هغې ډلې د هغه زوی ذبیر ظاهر قدیر او وراره یې جلال قدیر په خپلو فیسبوک پاڼو د قدیر د نیول کېدو خبره تایید کړې.
ذبیر ظاهر قدیر د یکشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې حاجي عبدالظاهر قدیر څو ورځې وړاندې بهرنی سفر درلود او د ده په خبره متاسفانه د ظاهر د وینا په اساس هغه د دوبۍ په هوايي ډګر کې د امریکا استخباراتي پولیسو نیولی دی.
ذبیر زیاته کړې چې ظاهر قدیر بیا له هغې شېبې له دوی سره اړیکه نه ده نیولې او لادرکه دی.
د ظاهر قدیر کورنۍ د امریکا استخبارات تورن کړي چې غواړي هغه ته دسیسه جوړه کړي او په اړه یې منفي تبلیغات وکړي.
که څه هم کینیايي چارواکو تېره اوونې د نایروبي په سیټي هوټل کې د ظاهر قدیر د نیولو خبر ورکړی خو د قدیر کورنۍ د یکشنبې په ورځ د دوبۍ هوايي ډګر کې د هغه نیول تاییدوي.
د ظاهر قدیر تر نیول کېدو مخکې تېره اوونۍ په خواله رسنیو د هغه یوه ویډيو هم خپره شوه چې پکې وايي د چا ځمکه یې نه ده غصب کړې او نه له چا سره څه ستونزه لري.
ظاهر قدیر له ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۱ کلونو پورې د پارلمان غړی وو. هغه یوه دوره د پارلمان لومړی مرستیال هم پاتې شوی.
ظاهر قدیر په پارلماني بحثونو کې له لانجمنو څېرو یادېده. هغه څو واره د خپلې ډېرې شتمنۍ او سلګونو موټرو او جایدادونو یادونه کړې وه.