پاکستان کې د کډوالو د ستونزو د هواري هڅې، ځانګړې خونه او شمېرې ورته فعالې شوي

د امیرخان متقي او اسحاق دار ترمنځ ټیلفوني خبرې

پاکستان وایي، د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدو او د هغوی د شکایتونو د اوریدو لپاره یې یو لړ جدي ګامونه اوچت کړي دي.

دغه څرګندونې د پاکستان د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار کابل ته له سفر یوه ورځ وروسته پرون یکشنبه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره پر ټیلفوني خبرو کې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون ناوخته پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر ولیکل چې پاکستان د افغان کډوالو د ستونزو د اورېدو او هواري لپاره د کنټرول خونه او ځانګړې مبایل شمېرې فعاله کړي دي.

پاکستان د روانې اپریل میاشتې له پيله پر افغان کډوالو فشار زیات کړی او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالۍ کمشنرۍ د شمېرو له مخې د همدې میاشتې لومړیو ۱۶ ورځو کې ۸۵ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي.

په دوی کې د ملګرو ملتونو په وینا، ۲۰ زره په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوي دي.

پاکستاني رسنیو، له هغې ډلې د پاکستان ملي راډیو هم د دار او متقي د تیلفوني مکالمې راپور خپور کړی، خو د کډوالو د ستونزو د حل په اړه یې څه نه دي ویلي.

د پاکستان د ملي راډیو د راپور له مخې، دار متقي ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړې چې دغه بلنه د ښاغلي متقي له خوا منل شوې ده.