د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحق دار طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره وکتل.

Your browser doesn’t support HTML5

په دې لیدنه کې چې نن له غرمې وروسته ارګ ماڼۍ کې وشوه دار او ملا حسن پر سوداګرۍ، امنیت او سیمه ییز اتصال باندې خبرې کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دواړو خواو په لوړه کچه د تماس پر دوام ټینګار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته تللی چې پاکستان په تیرو ۲۰ ورځو کې په لسګونو زره افغان کډوال ایستلي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اپریل له پیل راهیسې ۸۵۰۰۰ افغانان له پاکستان څخه افغانستان لېږل شوي دي. خو د طالبانو حکومت دا شمېره شاوخوا ۷۱۰۰۰ ښيي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحق دار طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره وکتل.