متقي د افغان کډوال جبري اخراج د ژورې اندېښنې وړ بللی

متقي له محمدصادق سره ولیدل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اخراج [ژوره اندېښنه] ښوولې.

امیرخان متقي پرون په کابل کې د افغانستان او پاکستان د همغږې د ګډې کمېټې له ډلې سره چې له پاکستانه تللې وه لیدلي.
د دې کمېټې مشري د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق کوله.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې چې د چهارشنبې شپې ناوخته یې خپور کړی راغلي چې امیرخان متقي له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اخراج ژوره اندېښنه وښودله.

افغان کډوال د خدای پامانۍ په وخت

د بیان په اساس ښاغلي متقي ټینګار وکړ، باید له هغو اقداماتو ډډه وشي چې د ولسونو د خپګان او پارونې سبب کېږي.

محمدصادق چې د ځانګړي استازي تر څنګ تازه د افغانستان او پاکستان تر منځ د همغږۍ د ګډې کمېټې مشري هم په غاړه لري ویلي چې دواړه هېوادونه ژورې اړیکې لري او باید په دې فکر وشي چې د ده په خبره رامنځته شوې ستونزې څنګه حل شي.

په دې اړه نور: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان کابل ته رسیدلی دی

صادق همداراز کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحق دار د یوه را روان سفر په اړه هم خبرې کړي.
پاکستان لسګونه زره افغان کډوال د اپرېل له لومړۍ په جبري توګه ایستلي.
د افغان تابعیت لرونکو دغو افغان کډوالو ته د مارچ تر ۳۱مې وخت ورکړل شوی وو چې له پاکستانه ووځي.

په دې لړ کې سلګونه افغان کډوال د پولیسو له خوا نیول شوي هم دي چې د پاکستان په بیلابیلو زندانونو کې ساتل کېږي. تر څنګ یې ګڼ افغان کډوالو د پولیسو له تاوتریخجن چلند هم شکایت لري.

په دې اړه نور: د کډوالۍ نړیوال سازمان د افغان کډوالو وضعیت یو ناورین بللی او د مرستو غوښتنه يې کړې