د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قصاص په اړه د یوناما نیوکې ته په غبرګون کې وايي، د یوناما له خوا پر شرعي احکامو د "نیوکې جسارت" نامسوولانه دی.
دې وزارت نن چهارشنبې پر خپلې ایکس پاڼې یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې راغلي، "د قصاص حکم په دریو محکمو کې له هر اړخیزې څیړنو وروسته نهايي کیږي او مجرم په کې د دفاع حق لري".
یوناما د تیرې جمعې په ورځ د طالبانو د حکومت له خوا د څلور کسانو اعدام ته په غبرګون کې ویلي و، "د مرګ سزا د ژوند له اساسي حقونو سرغړونه ده".
یوناما په یو بیان د طالبانو له حکومت د دې سزا د سمدستي بندیدو غوښتنه کړې وه.
طالبانو د تیرې جمعې په ورځ په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړل.
دا اعدامونه د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته په تیرو نژدې څلورو کلونو کې د یوې ورځې په ترڅ کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمیره وو.