د کډوالۍ نړیوال سازمان: تېرو دوو اونیو کې ۶۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

له پاکستانه د کډوالو ایستل

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( آی.او.ایم) وایي، د اپریل له لومړۍ نیټې نژدې ۶۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان نن سه شنبه( د حمل ۲۶مه) ویلي، د کډوالو دغه شمېر راتګ، د بیا ستنېدې په بهیر کې چټک زیاتوالی ښيي.

یاد شمېر کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را اړول شوي دي.

څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري ویلي و چې په راغلو کډوالو کې زرګونه شاوخوا څورلس زره داسې دي چې په زور را ایستل شوي.

د طالبانو د کډوالو چارو ځانګړی کمیسیون له دغو راستنو شویو سره د مرستو خبره کوي، خو راستانه شوي دوی سره مرستې کافي نه بولي او ځینې وایي، هیڅ مرسته نه ده ورسره شوې.