طالبانو نن دیارلس کسان د پنځو ښځو په ګډون په خوست او جوزجان کې په درو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې نن خبر ورکړ چې دا کسان د نامشروع اړیکو، له کور څخه د تېښتې او دې ته ورته جرمونو له مخې هر یو له پنځه دیرشو تر نهه دیرش درو وهل شوي او له دوو تر پنځو کلونو په بند محکوم شوي دي.
د تیرو دریو کلونو په ترڅ کې طالبانو اووه سوه اته نوي تنه د یوسل او څلویښت ښځو په شمول په افغانستان کې په درو وهلي دي.
ملګروملتونو، د بشري حقونو ډلو او د نړۍ بېلابېلو هیوادونو په پرله پسې ډول له طالبانو غوښتي چې دا بهیر ودروي.