ریچارډ بینټ؛ مجرمینو ته علني سزا ورکول له نړیوالو قوانیو سرغړونه ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورورکونکی ریچارډ بنیټ وايي، د طالبانو له خوا مجرمینو ته په علني ډول سزا ورکول له نړیوالو قوانیو ښکاره سرغړونه ده.

بینټ پرون جمعه د (اپریل۱۱مه) پر خپلې ایکس پاڼې په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې په علني توګه د څلور کسانو اعدام غندلی او له طالبانو يې غوښتي چې د دغه ډول سزاګانو پلي کیدل ژر تر ژره ودروي.

د طالبانو حکومت پرون په بادغیس، نیمروز او فراه کې څلور کسان اعدام کړل.

د اعدام شویو کسانو د هویت او جرمونو په اړه جزیات خپاره شوي نه دي.

دا څلور اعدامونه د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته په تیرو نژدې څلورو کلونو کې د یوې ورځې په ترڅ کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمیر دی.

د فرانسې خبري اژانس په وینا، له دې اعدامونو سره د طالبانو د واکمنۍ له راستنېدو راهیسې په عام محضر کې د اعدام شویو نارینه وو شمېر ۱۰ ته ورسېد.