د طالبانو حکومت وايي، نن جمعه په بادغیس او نیمروز ولایتونو کې درې کسان اعداموي.
د طالبانو د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد پرون پنجشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي و، "نن جمعه دوه تنه په بادغیس او یو بل تن په نمیروز کې اعدامیږي".
د طالبانو سترې محکمې د دغو دریو کسان د هویت په اړه جزیات خپاره کړي نه دي.
طالبان دا اعدامونه په داسې حال کې کوي چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بېلابېلو ادارو له طالبانو غوښتي چې په عام محضر کې دغه ډول سزاوې و دروي، خو طالبانو بیا د دې کار ننګه کړې ده.
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په فراه، غزني، لغمان، پکتیا او څو نورو ولایتونو کې د اعدام علني حکمونه عملي شوي چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې پارولي دي.
نړیوال سازمانونه دا ندیښنه هم څرګندوي چې محکوم شوي کسان مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري او په قضیو کې يې د بشپړ عدالت ډاډ نشته.
پر اعدام سربیره نژدې هره ورځ د طالبانو محکمې خلکو ته تعزیري علني سزاوې هم ورکوي.