د طالبانو حکومت او یوې مخالفې ډلې یې د امریکا د استازو جرګې هغې لایحې ته غبرګون ښودلی چې هدف یې د طالبانو حکومت ته د امریکا د مرستو د ورتګ مخنیوی دی.
د براین مست په مشرۍ د استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمیټې پرون داسې لایحه تصویب کړه چې ډاډ ترلاسه کړي افغانستان ته د امریکا د مرستو پیسې د طالبانو لاس ته ورنه شي.
د دغې کمیټې یوشمېر غړو د چهارشنبې په ورځ وویل، تراوسه د امریکا لسګونه میلیونه ډالر " له شفافیت او حساب ورکونې پرته" د طالبانو تر واک لاندې یوه بانک ته تللي دي.
د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې د امریکا د استازو جرګې د دغې لایحې هرکلی او ملاتړ کړی دی.
د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري بیا دغه لایحه سیاسي او پر دوی د فشار یوه وسیله بللې ده.
هغه نن د افغانستان کورنیو رسنیو ته ویلي چې حکومت یې د امریکا له مرستو ګټه نه ده پورته کړې او د مرستو په چارو کې یې لاسوهنه هم نه ده کړې.
خو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې بیا د سیګار راپور ته اشاره کړې چې په کې راغلي، د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته د امریکا له مرستو یوازې څه باندې لس میلیونه ډالره د مالیې په نوم د طالبانو حکومت ته ورغلي دي.