په نیمروز کې د طالبانو ځایي سرچینې وایي چې سبا جمعه به پر یوه کس د اعدام حکم عملي شي.
د نیمرز ولایت له مطبوعاتي دفتره نن پنجشنبه خبریالانو ته په استول شوې خبرپاڼه کې په اعدام محکوم شوی کس یو " قاتل" بلل شوی او ویل شوي چې په ورزشي ستډیوم کې به پرې د خبرپاڼې په ټکو د " قصاص" حکم عملي شي.
د دغه کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بېلابېلو ادارو له طالبانو غوښتي چې په عام محضر کې دغه ډول سزاوې و دروي، خو طالبانو بیا د دې کار ننګه کړې.
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په فراه، غزني، لغمان، پکتیا او څو نورو ولایتونو کې د اعدام علني حکمونه عملي شوي چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې پارولي دي.
نړیوال سازمانونه دا ندیښنه هم څرګندوي چې محکوم شوي کسان مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري او په قضیو کې يې د بشپړ عدالت ډاډ نشته.
پر اعدام سربیره نژدې هره ورځ د طالبانو محکمې خلکو ته تعزیري علني سزاوې هم ورکوي چې دې ترڅ کې نن پنجشنبه فرا کې درې کسانو باندې دغه سزا عملي شوې.