د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې یوه قانوني لایحه په دې هدف تصویب کړه چې دا ډاډمنه شي د امریکا پیسې نور د طالبانو لاس ته نه لویږي.
د دې کمېټې غړو ټینګار وکړ چې د امریکا سلګونه میلیونه ډالره له اړین شفافیت او حساب ورکونې پرته د افغانستان بانک ته تللي چې د طالبانو په کنټرول کې دی.
د کمېټې مشر براین مسټ وویل هېڅ باور نه لري چې طالبانو دې پيسې مرستندویو بشري موسسو ته ورکړي وي.
د دې لایحې وړاندې کوونکي استازي ټیم برچټ ادعا وکړه چې یواځې سږ کال ۲۰۰ میلیونه ډالره افغانستان ته لیږل شوي.
امریکا خپلې نړیوالې بشري مرستې د ارزونې په هدف ځنډولي خو لا معلومه نه ده چې له افغانستان سره لا هم د اوونۍ ۴۰ میلیونه ډالره مرسته کوي که څنګه.
د طالبانو حکومت بیا مخکې ویلي وو چې بشري مرستې د ملګرو ملتونو له لارې مرستندویو موسسو ته د پروګرامونو د پلي کولو لپاره ورکول کېږي او دوی پکې لاسوهنه نه کوي.