جرمني د لنډ وخت لپاره د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د پنا غوښتنې لړۍ ودروله

جرمني ته یوه ډله راغلي افغان کډوال، ارشیف

جرمني‌ د لنډ وخت لپاره د هغو پنا غوښتونکو د منلو لړۍ و دروله چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ( یو.ان.ایچ.سي.آر) په چوکاټ کې دغه هېواد ته معرفي کېدل.

دغه اقدام په جرمني کې د نوي ایتلافي حکومت د جوړېدو په درشل کې ترسره کیږي، داسې ښکاري چې دغه ایتلافي حکومت ممکن د کډوالو په وړاندې تګلارې سختې کړي.

د جرمني خبري اژانس د سه شنبې په ورځ ( د حمل په ۱۹مه) راپور ورکړی چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ دغه موضوع تایید کړې ده.

دغو دواړو ادارو ویلي چې دا مهال د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې په جرمني کې د هیڅ یوه کس د پنا غوښتنه نه منل کیږي، ځکه چې په برلین کې د ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر خبرې روانې دي.

د کډوالو په ضد سختې تګلارې د تیرې فبرورۍ میاشتې په پارلماني ټاکنو کې د نوماندانو د کمپاینونو عمده شعارونه وو.