امریکا له پاکستان سره په افغانستان کې د پاتې شویو امریکايي پوځي تجهیزاتو د مسلې پر حل توافق کړی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون د اپریل اوومه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په ټیلفوني اړیکه د افغانستان په اړه خبرې وکړئ

د امریکا د ولسمشر له خوا په افغانستان کې د پاتې شویو امریکايي تجهیزاتو او وسلو د بېرته ترلاسه کولو له غوښتنې وروسته د پاکستان لیوالتیا دې موضوع سره ډېره شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د اپریل په ۷مه، یوه اعلامیه ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په یوه ټیلیفوني اړیکه کې په افغانستان کې د پاتې شویو امریکایي پوځي تجهیزاتو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې په دې خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په افغانستان کې د پاتې شویو امریکایي پوځي تجهیزاتو د مسلې د حل پر اړتیا موافقه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په افغانستان کې د پاتې شویو امریکایي پوځي تجهیزاتو د مسلې د حل پر اړتیا موافقه کړې ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دواړو چارواکو په دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییز امنیت، اقتصادي همکاریو او په ځانګړي ډول د افغانستان پر وضعیت بحث کړی دی.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د خبرو په جریان کې اسحاق ډار له متحده ایالاتو سره د پاکستان د سوداګرۍ، پانګونې او له ترهرګرۍ سره د مبارزۍ په برخه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې د روان ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۵ مه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې اسحاق ډار او د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکال مایک والټز په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د پاتی شوېو امریکايي وسلو د اخیستلو په اړه خبرې کړي.

یو شمېر افغان پوځي او سیاسي کارپوهان په افغانستان کې د پاتې شویو امریکايي وسلو او تجهیزاتو د بېرته ستنولو په اړه د پاکستان ټینګار د افغانستان په اړه د دې هیواد نوې پالیسې ګڼي.

په دې اړه نور: د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې پر همکاریو ټینګار وکړ

د پوځي چارو پوه او د افغانستان د دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخيل ازادي راډيو ته وویل، پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې هڅه کوي.

پاکستان غواړي په دې پلمه له امریکا بله پروژه واخلي، د افغانستان په مسایلو کې یو وار بیا لاس وهنه وکړي او افغانستان یو ځل بیا د پاکستان یا سیمې لپاره قرباني کړي
شاه محمود میاخیل

"پاکستان له دې وسلو ډېره خطرناکه پالیسي لري، د دې لپاره چې له کلونو راهیسې یې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره افراطي ډلو ته اسانتیاوې برابرې کړي، او دغه ډلې یې روزلي دي، پاکستان غواړي په دې پلمه له امریکا بله پروژه واخلي، د افغانستان په مسایلو کې یو وار بیا لاس وهنه وکړي او افغانستان یو ځل بیا د پاکستان یا سیمې لپاره قرباني کړي."

د سیاسي چارو پوه نثار احمد شیرزی پاکستان په دې برخه کې د داعش په ملاتړ تورنوي.

"کله چې پاکستان د دې مسلې په اړه اندیښمن دی، دا هیواد د داعش په نوم یوه نوې پروژه هم لري، له امریکایانو سره په اړیکو کې فشارو راوړي چې دا وسلې دوی ترلاسه کړي، او د داعش په استخباراتي پروژه کې یې وکاروي، دې مسلې د پاکستانیانو او طالبانو ترمنځ اړیکې په سیاسي توګه ترینګلې کړې دي، چې خطرناکې پایلې لري."

په افغانستان کې د امریکايي وسلو او تجهیزاتو پاتې کېدل د بحث وړ موضوع ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې تر دې د طالبانو کلني پوځي پریډ ته په اشارې ویلي وو چې د طالبانو له لوري د امریکايی تجهیزاتو استعمال یې خفه کوي او د دغه وسلو د بېرته ترلاسه کولو ګواښ یې کړی وو.

تېره میاشت ډونالډ ټرمپ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې ممکن امریکا د ځینو وسلو د بېرته ترلاسه کولو په لټه کې وي خو نوموړي ویلي چې "د دغو وسلو ډېرې یې زړې شوې دي. "

داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دې هیواد کې د شاوخوا اووه میلیارده ډالرو په ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات پاتې شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر دې یې ویلي چې د امریکا پاتې وسلې او پوځي تجهیزات د طالبانو ملکیت دی او په هېڅ صورت به یې امریکا ته ونه سپاري

د طالبانو حکومت دغه شان په دې برخه کې د پاکستان اندېښنو ته په ځواب کې ویلي چې دا وسلې په خپلو ګودامونو کې ساتي او هیڅ بهرنې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې هغه وکاروي.