ډونالډ ټرمپ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د اپریل په ۷ مه په سپینه ماڼۍ کې د ګډ خبرې کنفرانس پرمهال وویل، له ایران سره مستقیمي خبرې کوو. دا خبرې دوی شروع کړې دي دا به د شنبې په ورځ هم ادامه پيدا کړي.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې دوی یوه لویه غونډه لري او ګوري چې څه کیږي خو د ده په وینا ټول دا غواړي چې د یوې معاملې ترسره کیدل غوره دي.
د امریکا ولسمشر بیا وویل دا خبرې به په لوړه کچه وي، تقریبا تر ټولو په لوړه کچه او هیڅ منځګړی به پکې ښکیل نه وي.
ایران له څو اونیو راهیسې دا خبره کوي چې غیرمستقیمې خبرې دې وشي او وایي، تر هغو چې ټرمپ د اعظمي فشار خبره کوي، مخامخ خبرو ته به چمتو نه شي.
د امریکا ولسمشر بیا څرګنده کړه، که چیرته له ایران سره دا خبرې بریالۍ نه شي، نو ایران به له یوه ستر ګواښ سره مخامخ شي.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په دې خبرې غونډه کې په لنډو خپل نظر بیان کړ او ویې ویل چې له ایران سره دې د لیبیا په څیر یو تړون وشي.
په دوه زره دریم میلادي کال کې له لیبیا سره افریقایي هیوادونو داسې موافقه وکړه چې دغه هیواد به د ډله ییزې وژنې وسلې له منځه وړي.
ایران ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې د ملکي اهدافو لپاره دی او مخکې یې د لیبیا په څیر د یوې موافقې امکانات رد کړي و.
د امریکا ولسمشر وایي چې له ایران سره به نوی تړون مختلف وي او ممکن د دوه زره پنځلسم کال تر اټومي تړون پياوړی وي. له همدې تړون څخه ولسمشر ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې په دوه زره اتلسم کال کې بهر شو. هغه وخت چې له تړون سره سم په ایران باندې د نړیوالو لګیدلي بندیزونه لرې شوي وو، ښاغلي ټرمپ نور بندیزونه ولګول.
د دې په ځواب کې ایران د یورانیمو د غني کولو چارې ګړندۍ کړې چې اوس ځیني داسې وايي چې تهران د اټومي وسلو د جوړیدو درجې ته نژدې شوی دی.
ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی که د تهران د اټومي پروګرام په اړه کومه موافقه ونشي نو ایران به بمباران کړي. ایران خبرداری ورکړی چې هر تیري ته به پیاوړی ځواب ورکړي او وړاندیز یې کړی چې که برید وشي نو اټومي بم به جوړ کړي.
واشنګټن په دې اړه مخلوط پیغامونه لیږلي دي چې ایا غواړي د ایران د یورانیمو غني کول محدود کړي یا د تهران اټومي پروګرام په بشپړ ډول له منځه یوسي.
تهران تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي چې له واشنګتن سره یې مخامخ خبرې پيل شوې دي. خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې شنبې( د اپریل ۱۲ مه) به له واشنګتن سره غیرمستقيمي خبرې پيل شي.