ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستې غوښتنه کړې

د نانوايي مخته ولاړې بیوزلې ښځې او ماشومان

د افغانستان د همغږۍ ډلې د غونډې په درشل کې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو د حیاتي ملاتړ غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د بیان له مخې تمه ده دا اوونۍ په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه وشي.

ملګري ملتونه تمه لري چې په دې غونډه کې د روان ۲۰۲۵ کال لپاره مرستې ټولې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري چارو د همغږۍ مسوول اندریکا راتواته ویلي د بیوزلۍ او کړاو د ختمولو لپاره باید بېړنۍ لارې چارې ولټول شي او تر څنګ یې د اوږدمهاله ثبات فکر هم وشي.

ملګرو ملتونو ویلي چې تېر ۲۰۲۴ کال مرستندویانو د افغانستان لپاره درې میلیارد او دوه سوه لس میلیونه ډالره مرسته وکړه او تر ډېره یې عاجلې بشري اړتیاوې پوره کړې.

د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس په افغانستان کې لا هم نږدې ۲۳ میلیونه خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.