د پاکستان پوځ وایي، هغه ۸ تنه وسله وال یې وژلي چې د دوی د ادعا له مخې د افغانستان له خاورې یې غوښتل د شمالي وزیرستان حسن خېلو سیمې ته ننوځي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر پرون یکشنبه د حمل ۱۷مه ویلي، پوځیانو یې له دغو وسله والو سره د شنبې په ماښام جګړه وکړه چې ۸ تنه یې ترې ووژل او ۴ نور یې ټپیان کړل.
اعلامیه کې راغلي، پاکستان په دوامداره توګه د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله مدیریت کړي او چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاورو د نورو په ضد وکاروي.
د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان دغو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې ویلي چې پاکستاني چارواکي د دغه ډول " غیر مسولانه" خبرو پر ځای باید د خپل هېواد امنیت او کورنیو ستونزو ته پاملرنه وکړي.