د افغانستان او نیپال تر ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ لوبډلو د دریو یو ورځنیو لوبو دویمه هغه پيل کړې ده.
د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او دا مهال توپ وهنه کوي.
د کریکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، نننۍ لوبه د نیپال د پلازمېنې کتمندو په مولپاني سټډیوم کې ترسره کیږي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه د تېرې پنجشنبې په ورځ ترسره شوه چې افغان لوبډلې نیپال ته د ۱۳۰ منډو په توپير ماته ورکړه.
د دغې لوبلړۍ دریمه او وروستۍ لوبه د حمل په شلمه نیټه ترسره کیږي.
د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډله له نیپال سره تر لوبو وروسته د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته د غوراوي په سیالیو کې ګډون کوي.
نړیوال جام ته د وتلو په دغو سیالیو کې افغانستان له عمان، هانک کانګ، متحده عربي اماراتو او نیپال سره مخامخیږي.
د دغو لوبو غوره لوبډله به د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لاره پیدا کړي چې د زیمبابوې او نامیبیا په کوربه توب ترسره کیږي.