د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وایي، نړۍ هغو ګواښونو ته پاملرنه نه کوي چې له افغانستانه پيښېدونکي دي.
میرضیایف پرون شنبه ( د حمل ۱۶مه) په سمرقند کې د منځنۍ اسیا او اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې وویل چې منځنۍ اسیا او اروپا دواړه له مشترکو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.
هغه دغه ګواښونه ترهګري، سخت دریځۍ، افراطیت، سایبري جرمونو، د نشه یي توکو قاچاق او کډوالي بللې ده.
د ازبکستان ولسمشر ویلي چې د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره باید د طالبانو له حکومت سره تعامل وشي او افغانستان کې زیربنایي پروژو او پانګونې ته کار وشي.
د سمرقند غونډه د ازبکستان په کوربه توب پرون شنبه ترسره شوه چې د منځنۍ اسیا او یوشمېر اروپایي هېوادونو مشران په کې جرګه شوي وو.
د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د ګاونډېو هېوادونو ورته اندیښنې بې ځایه بللي دي.