پاکستان؛ نړیوال دې په افغانستان کې وسله والو ډلو ته د نویو او پرمختللو وسلو د لیږد مخه ونیسي، طالبان يې ردوي

په ملګرو ملتو کې د پاکستان یوه استازي پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې وسله والو ډلو ته د نویو پرمختللیو وسلو د لیږد مخه ونیسي.

په ملګرو ملتو کې د پاکستان د استازولۍ سلاکار سید عاطف رضا نن په نیویارک کې د امنیت شورا غونډې ته وویل چې په افغانستان کې وسله والې ډلې له بهرنیو ځواکونو څخه پاتې د میلیارډونو ډالرو په ارزښت وسلې لري چې د پاکستان دننه په بریدونو کې کارول کیږي.

سید عاطف رضا له خپلو نړیوالو شریکانو وغوښتل چې د دغو پاتې وسلو پراخه زیرمه دې بیرته ترلاسه کړي، وسله والو ترهګرو ډلو ته د هغوی د لاسرسي مخه دې ونیسي او د ناقانونه وسلو د دې غوړیدونکي تور بازار د تړلو لپاره دې اقدامات وکړي.

پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې په دغه هیواد کې بریدونه په افغانستان کې پلان شوي او وسله وال له بهرنیو ځواکونو څخه پاتې شوي وسلې کاروي.

خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې افغانستان د پاکستان د امنیتي ناکامۍ مسوول نه دی.