متحده عربي اماراتو ژمنه وکړه چې افغانستان ته به له ستنو شویو افغان کډوالو سره مرسته وکړي.
د افغانستان لپاره د متحد عربي اماراتو ځانګړي استازي محمد خلفان نن په کابل کې د طالبانو د ریاست الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره د لیدو پرمهال خپل هیواد ته له ستنیدونکو اغیزمن شویو کډوالو سره د مرستو خبره وکړه، خو په دې برخه کې یې توضیحات نه دې ورکړي چې څومره مرسته او په څه ډول مرسته به کوي.
اسلام اباد ویلي دي، هغه کډوال چې په دغهَ هیواد کې ( اې سي سي) کارتونه لري یا د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، که د اپریل تر لسمې له پاکستانه بهر نه شي، په زوره به یې وباسي.
پاکستان ویلي دي چې د روان میلادي کال تر اخره به شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.