ملګري ملتونه؛ پاکستان دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ دې ودروی.

په هغه اعلامیه کې چې د دې سازمان پر ویب پاڼه پرون جمعه خپره شوې راغلي، " میلیونه افغانان په پاکستان کې پرته له دې چې پر مشروع غوښتنو يې غور وشي، د ستنېدو له ګواښ سره مخ دي".

په اعلامیه کې وړاندې ویلي شوي، د پاکستان د حکومت دا اقدام د بشري حقونو او کډوالۍ د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده.

د اعلامیې له مخې په دغو اخراج شویو افغانانو کې تر ټولو ډیرې زیانمنونکې ډلې ښځې، نجونې، مذهبي او قومي لږکۍ، د بشري حقونو فعالان او خبریالان دي.

د پاکستان حکومت د اپریل میاشتې له پیله له دې هیواده د بې اسناده او ای سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

که څه هم پاکستان ادعاده کوي چې دوی یوازې هغه افغان کډوال دپیورټ کوي چې په پاکستان کې د پاتي کیدو قانوني اسناد نه لري، خو په پاکستان کې میشت افغان کډوال بیا وايي، پاکستاني پولیس هغه افغانان هم نیسي چې قانوني اسناد او ویزه لري.