زیلینسکي وايي د روسیې توغندیز برید د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه وژلي او ۵۰ کسان یې ټپیان کړي

د کریويي ریه ښار یوه څنډه چې د روسیې توغندي پرې لګېدلي

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ویلي په کریويي رییه ښار کې د روسیې په یوه توغندیز برید سره لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي.

د هغه په خبره په وژل شویو کې شپږ تنه ماشومان دي.

د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمنکو هم ویلي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۵۰ تنه ټپيان شوي دي.

په کوم ښار چې اوس روسیې برید کړی د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي پکې زیږیدلی.

د دنیپرو پتروفیسک سیمې والي سرهي لیساک ویلي دا برید ۲۰۲۵ کال په اوکرایین کې پر ملکیانو تر ټولو خونړۍ دی.