د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر پوځ او پولیسو ته امر کړی چې افغان کډوال په زور ونه باسي
Your browser doesn’t support HTML5
د پاکستان د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور وايي د خپلې صوبې پولیسو او پوځیانو ته امر کوي چې افغان کډوال په زور ونه باسي.
د راپورونو له مخې لږ تر لږه اته لکه افغان کډوال د تابعیت کارتونه لري.
دغو کډوالو ته ویل شوي وو چې د مارچ تر ۳۱مې له راولپنډۍ او اسلام اباد ووځي که نه په زور به وایستل شي.