تېره مارچ میاشت پاکستان کې ۱۰۵ بریدونه شوي، دا شمېر ۱۶ کلونو کې ساری نه لري

پاکستان کې ناکرارۍ، ارشیف

د پاکستان د شخړې او امنیت انستیتیوت وایي، تېره مارچ میاشت کې دغه هېواد کې له سلو زیات ترهګریز بریدونه شوي دي.

د دوی د شمېرو له مخې چې پاکستاني رسنیو نن پنجشنبه ( د حمل ۱۴مه) خپرې کړي، تېرو شاوخوا ۱۶ کلونو کې لومړی ځل دی چې د یوې میاشتې په ترڅ کې دومره ډېر بریدونه کیږي.

راپور کې راغلي چې په دغو شویو ۱۰۵ بریدونو کې ټولټال ۲۲۸ تنه وژل شوي چې ۷۳ یې د پاکستان امنیتي ځواکونه، ۶۷ ملکیان او ۸۸ یې خپله وسله وال سخت دریځي دي.

د سخت دریځو پر بریدونو سربیره په مارچ میاشت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا هم د وسله والو مخالفانو پر اهدافو بریدونو کې ۱۰۷ تنه وژل شوي چې ۸۳ یې سخت دریځي، ۱۳ امنیتي سرتیري او ۱۱ یې ملکیان دي.

په پاکستان کې د امنیتي وضعیت له خرابوالي را وروسته د هغه هېواد چارواکي تل تور پورې کوي چې وسله وال خپلې ډېرې حملې د افغانستان له خاورې پلانوي.

د طالبانو حکومت بیا دا تورونه رد کړي او ویلې یې دي، دوی چاته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د بل چا په ضد کار واخلي.