د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون چهارشنبې د (اپریل ۲مه) پر خپلو سوداګریزو شریکانو "متقابلې تعرفې" وضعه کړي دي.
هغه چې په سپینه ماڼې کې وینا کوله، د اروپايي ټولنې په ګډون يې پر ډیر شمیر هېوادونو تر دیرش سلنه پورته تعرفې ولګولې.
ټرمپ وویل، دا ورځ د "ازادۍ ورځ" ده او تل به د امریکا په تاریخ کې د صعنت د بیا زیږیدو د ورځې په توګه یادیږي.
د ټرمپ په ټکو، اورپايي ټولنې به ۲۰ سلنه، چین به ۳۰سلنه او جاپان به ۲۴سلنه مالیات پرې کوي.
هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل، دا چې ایران پر امریکايي توکو لس سلنه مالیه لګولې په ورته کچه به امریکا ته تعرفه ورکوي.
له دې هېوادونو سربیره، ویتنام له۴۶ سلنه، هند له۲۶سلنه، اندونیزیا له ۳۲ سلنه، کامبودیا له ۴۹سلنه، مالیزیا له ۲۴سلنه، جنوبي کوریا له ۲۵ سلنه، ټایلنډ له ۳۶سلنه، تایوان له ۳۲ سلنه، سویس له ۳۱سلنه، اوکرایین او بریټانیا بیا هر یو له لس سلنه تعرفې سره مخ شوي دي.
ټرمپ پر مکسیکو او کاناډا هم ۲۵ سلنه تعرفه وضعه کړې ده.
ټرمپ د دې لوړو مالیاتو یا تعرفو وضعه کولو موخه د امریکايي کارګرانو دفاع یاده کړې ده.
د نوو تعرفو لګول د امریکا د تولیداتو د پیاوړتیا او د هغو هېوادونو د مجازاتو لپاره هڅه بلل شوې چې د ټرمپ په وینا "له کلونو راهیسې یې پر امریکا غیرعادلانه سوداګریزې تګلارې تحمیل کړې دي."
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وینا څو شېبې وروسته، د نویو تعرفو یو اجرايي فرمان هم لاسلیک کړ.