د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د امریکا سره په اړیکو کې " وروستی پرمختګ مهم" بللې او په دې کې د" قطر دولت له اسانچارۍ او همکارۍ" مننه کړې ده.
دا څرګندونې د یاد وزارت ویاند حافظ ضیا احمد په یوه خپاره کړي بیان کې کړې دي.
د نوموړي په وینا، امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د قطر دولت له شارژدافیر مُردِف القاشوطي سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې زیاته شوې چې په دې کتنه کې د "افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، له متحده ایالتونو سره پر وروستیو پرمختګونو او پر یو لړ نورو مسایلو خبرې وشوې."
قطر، چې د طالبانو او د امریکا د حکومت ترمنځ د سولې په تړون کې یې مهم رول درلود، لا هم له امریکا او د لویدیځې نړۍ له هېوادونو سره، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی، د طالبانو د حکومت د اړیکو په تنظیم کې رول لري.
قطر په دې وروستیو کې د طالبانو له بنده د امریکايي وګړي جورج ګلزمن د خلاصون په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
جورج ګلزمن د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د طالبانو لخوا نیول شوی و او دوه ورځې وړاندې کابل ته د یوه امریکايي هیئت د سفر پر مهال خوشې شو.
تر دې مخکې، دوه میاشتې وړاندې، هم د طالبانو له بنده د دوو نورو امریکايي وګړو او د امریکا له بنده د طالبانو د یوه غړي په خوشې کېدو کې قطر د دواړو لورو ترمنځ دمنځګړتوب کړی و.