متحدو ایالتونو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په شمول د دوی د دریو جګپوړو مشرانو، پر سر ټاکلې جایزې لیرې کړې.
د امریکا این پي آر یا ملي راډیو د خبر له مخې، سراج الدین حقاني، چې منلې یې ده د ۲۰۰۸ کال په جنورۍ کې یې د کابل د سرینا هوټل د برید پلان جوړ کړی و، نور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره جایزو» په ویبپاڼه کې نه ښکاري.
د سرینا هوټل په برید کې د امریکایي تبعه ډېوېډ هېسلا په شمول ۶ تنه وژل شوي وو.
د دې راډیو پر اساس، سره له دې چې د امریکا د عدلیې وزارت په تور لیست کې نور د سراج الدین حقاني نوم نه شته خو تر نن (یکشنبې) پورې لا هم د نوموړي نوم د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې، FBI په ویبپاڼه کې شته.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع پرون (شنبې) وویل چې د امریکا حکومت د سراج الدین حقاني، عبدالعزیز حقاني، او یحیی حقاني پر سر ټاکل شوې جایزې لغوه کړي دي.
امریکا د سراج الدین حقاني پر سر ۱۰ میلیون ډالره جایزه ایښې وه.