د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ راوروسته نوروز کمرنګه شوی؛ رسمي مراسم او عمومي رخصتي لغوه شوي

په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې نن د جمعې ورځ، د حمل لومړۍ نېټه، د نوي هجري لمریز کال لومړۍ ورځ او نوروز دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ مخکې د نوروز ورځ عمومي رخصتي وه، حکومت او خلکو نوروز او د نوي هجري لمریز کال پیل د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو سره لمانځل.
د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه خلک مزار شریف ته تلل، چېرې چې به په دې ورځ، په ځانګړو او پراخو مراسمو کې، حضرت علي ته پر منسوبه روضه د نوروز جنډه پورته کېدله.

په کورونو کې د خلکو ترمنځ د سمنک، هفت میوې او نورو ځانګړو خوړو تیارول هم د افغانانو له لرغونو دودونو څخه دی.
ښځو او نجونو هم د سړیو په څېر، په دې مراسمو کې فعال حضور درلود.

خو د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته، د نوروز په ورځ عمومي رخصتي لغوه شوې، او د طالبانو یو شمېر مشرانو په ښکاره توګه د نوروز د جشن له لمانځلو سره مخالفت کړی، او د پخواني جمهوري نظام پر خلاف، د نوروز په مناسبت هر ډول رسمي مراسم منع شوي دي.

له کوره د ښځو او نجونو پر وتلو د محدودیتونو سربېره، د خلکو خراب اقتصادي وضعیت، پر موسیقۍ او نورو تفریحي مواردو محدودیتونو، د خلکو ترمنځ په دودیزه توګه هم د نوي کال د لومړۍ ورځې نوروز لمانځل کمرنګه کړي دي.