افغان او پاکستاني سوداګر او مشران نن بیا د تورخم د پرانستو پر سر جرګه کیږي

خیبر کې د تورخم د پرانستو په پار ولسي اعتراض، ارشیف

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان سوداګر نن ماسپښین مهال یوځل بیا د تورخم لارې د پرانستو پر سر سره جرګه شي.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې رسنیو ته ویلي چې نننیو خبرو کې به د دوی له خوا ۲۷ سوداګر او د پاکستان له خوا ۳۷ سوداګر او قومي مشران ګډون کوي.

دوی تېره اونۍ هم د دغې لارې د خلاصون پر سره سره ناست وو او د دواړو هېوادونو له حکومتونو یې د تورخم د خلاصېدو غوښتنه وکړه، خو خبرو یې لا پایله ورنه کړه.

هغه مهال د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ د ګډو خونو مسول خانجان الکوزي وویل، پاکستانی لوري په دې شرط تورخم خلاصوي چې هلته افغان لوری د تاسیساتو جوړول پای ته ورسوي.

تورخم لاره د همدې تاسیساتو پر سر د شخړو له کبله د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې بنده ده چې خلکو او سوداګرو ته یې ډېر زیانونه اوښتي دي.

څو ځله دواړو خواوو درنې او سپکې ډزې هم سره تبادله کړي چې دواړو خواوو ته یې مرګ ژوبله اړولې او ګڼ خلک یې بې ځایه کړي دي.