په افغانستان کې د نهه اویا کلن بریتانوي پیټر رینولډز، چې له خپلې میرمنې باربي سره یوځای زنداني شوی، ژوند له خطر سره مخامخ دی.
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې دغه خبره د دغې جوړې د لور سارا اینټویسټل په حواله پرون یکشنبه کړې ده.
سارا ویلي، پلار یې د زړه دوامداره درمل خوري او په خبره یې روغتیایي وضعیت یې وروسته تر هغه ډېر خراب شوی چې تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې یوه زندان ته لېږدول شوی دی.
سارا ویلي، د پلار سینه او دواړه سترګې یې مکروبي شوي او د سمې نه تغذیې له کبله یې د هاضمې سیستم هم له ستونزو سره مخ شوی دی.
ویل شوي چې له زندانه مخکې پر دغه بریتانوي وګړي د زړه یوه وړه حمله هم راغلې ده.
طالبانو تېره میاشت تایید کړه چې دغه بریتانوي جوړه یې چې د راپورونو له مخې افغانستان کې يې خیریه کارونه کول، په بامیانو ولایت کې نیولې ده.