د برتانیا صدراعظم د اوکراین په مسئله کې پر روسیې د فشارونو د دوام غوښتنه کوي

د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر د جنوري په ۱۶مه اوکراین ته د سفر پرمهال

د بریتانیا صدراعظم کایر سټارمیر وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین باید پراوکراین بریدونه چې ده وحشیانه وبلل، ودروي او د امریکا له خوا وړاندیزشوی اوربند ومني.

ښاغلي سټارمر نن شنبې شاوخوا ۲۵ مشرانو ته چې اکثره یې اروپایي وو، په یوه مجازي غونډه کې دغه څرګندونې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې پرمسکو خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.

په داسې حال کې چې روسیه، متحده ایالات او اوکراین د ولسمشرډونالډ ټرمپ له خوا په اوکراین کې د یوه دیرش ورځني اوربند پر وړاندیز بحثونو ته دوام ورکوي، د بریتانیا صدراعظم د غونډې له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې هیوادونه یې باید دې ته چمتو وي چې په خپله د سولې د دا ډول هرې موافقې دفاع وکړي.

بریتانیا، فرانسې او یوشمیر نورو هیوادونو ویلي دي چې که یو اوربند وشي نو دوی کولای شي چې اوکراین ته سوله ساتي ځواکونه ولیږي.