د پاکستان د پوځ چارواکي وایي چې دوی د بلوڅ بیلتونپالو له منګولو څخه برمته شوي پوځیان او ملکیان ازاد کړي او په دې برمته نیونه کې ښکیل ټول۳۳ وسله وال یې وژلي دي.
رویټرز تېره شپه ناوخته د پاکستان د پوځ د ویاند احمد شریف چوهدري په حواله دغه خبر ورکړی او هغه ویلي چې د ژغورنې عملیات ډير په احتیاط ترسره شوي دي.
چوهدري تایید کړې چې ۲۱ برمته شوي او څلور امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ( بي ایل اې) چې ریلګاډی او په منځ کې یې سپرلۍ برمته کړي وو، تیره شپه ادعا وکړه چې دوی لاهم په جګړه دي، ترسلو زیات برمته ورسره دي او تر پنځوسو ډير برمته کسان یې تر اوسه وژلي دي.
خپلواکو سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.