بلوڅ بیلتونپاله: پنځوس یرغمل مو د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ځواب کې وژلي دي

بوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې "بلوچستان لیبریشن ارمي" ادعا کړې چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو په ځواب کې یې پنځوس یرغمل شوي کسان وژلي دي.

دغې ډلې نن چهارشنبې خبرداری ورکړی که حکومت په شلو ساعتونو کې د بندیانو د تبادلې وړاندیز و نه مني، نو ۱۵۰ نور یرغمل به هم ووژني.

د پاکستان پوځ ته نږدې سرچینو ویلي، پوځي عملیات پای ته رسېدلي او یرغمل شوي کسان خوشي شوي دي.

بل پل، د پاکستان پوځي چارواکو د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ۳۲ غړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

سیمې ته د نه رسیدو له امله د دواړو لورو د ادعاوو تاییدول ستونزمن دي.

د بلوچستان لبریشن ارمي سره تړلو جنگیالو د سه شنبې په ورځ د جعفر ایکسپریس په اورګاډي حمله وکړه چې په سلگونو مسافر پکې سپاره وو او مسافر یې یرغمل کړل.

دغې ډلې ادعا کړې وه چې دغه اورګاډی پاکستاني پوځیان او وسله وال لېږدول.