پر کوکنارو د طالبانو له بندیز وروسته، د تریاکو بیه لوړه شې ده

طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو وروسته د کوکنارو پر کر بندیز لګولی دی

د کوکنارو پر کر د طالبانو د حکومت له بندیزونو وروسته په افغانستان کې د تریاکو بیه په ۲۰۲۴ کال کې تېرو دوو کلونو ته په کتو زیاته شوې ده.

د جرمني (ډي.پي.اې) اژانس د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د دفتر د هغه راپور پر بنسټ دغه خبره کړې ده چې نن چهارشنبه ( د کب ۲۲مه) یې خپور کړی دی.

د دغه راپور له مخې دا مهال د یو کیلو تریاکو بیه ۷۵۰ ډالره ده، خو راپور کې یې پخوانۍ یا ټیټه بیه نه ده یاده شوې.

وړاندې راغلي، کله چې طالبانو ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه، نو ورسره سم د تریاکو عرضه کمه او بیه یې لوړه شوه.

دغه راپور کې راغلي چې ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د تریاکو زیرمه شاوخوا ۱۳ زره او ۲۰۰ ټنه وه چې په بالقوه ډول تر ۲۰۲۷ کال پورې د نړۍ د تریاکو اړتیا ته ځواب وایي.