روسي سرچینو ویلي، ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکراین په جګړه کې د دیرش ورځني اوربند په تړاو د امریکا د وړاندیز عملي کولو ته لیواله نه دی.
رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه د دغو سرچینو په حواله ویلي چې د اوربند په اړه هر ډول هوکړه کې باید په جګړه کې د روسیې پرمختګونه په پام کې ونیول شي او د مسکو اندیښنې لرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د اوربند دغه وړاندیز ته چمتوالی ښودلی او له دې سره امریکا هم بیرته د پوځي مرستو او د استخباراتي معلوماتو د شریکو د بیا پيل ډاډ ورکړی دی.
رویټرز سره په خبرو کې روسي سرچینو ویلي، پوتین د اوکراین په جګړه کې بر لاس لري، ځکه د دغه هېواد یو پر پنځمه برخه خاوره یې په ولکه کې ده.
په اوکراین کې د امریکا له خوا د دیرش ورځني اوربند وړاندیز پرون د سعودي عربستان په کوربه توب خبرو کې وشو، خو د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي، روسیې نن سهار د اوکراین په مرکزي برخو توغندیز بریدونه کړي چې مرګ ژوبله هم لري.