امریکا له کرد وسله والو سره د سوریې د نوي حکومت د جوړجاړي د موافقې هرکلی کړی دی

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو

متحدوایالتونو په سوریه کې د حکومت او کرد جنګیالیو ترمنځ د هغې موافقې هرکلی کړی چې له مخې یې دا جنګیالي په ملي حکومت ورګډېږي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو پرون په یوه بیان کې وویل، متحدایالات د دمشق د موقتې ادارې او د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو ترمنځ د موافقې چې په متحده سوریه کې د کرد وسله والو ګډون ته لاره اواروي، هرکلی کوي.

د موقت ولسمشر احمدالشرع په مشرۍ د سوریې نوې ادارې له وسله والو ډلو غوښټي دي چې خپلې وسلې کېږدي او داسې یو حکومت رامنځ ته کړي چې له ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې وروسته د دې هېواد ټول قلمرو اداره کړي.

د سوریې جمهوري ریاست د دوشنبې په ورځ له کرد ځواکونو د جوړې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو له مشر سره موافقه اعلان کړه. دې ځواکونو چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد د مبارزې په برخه کې یې امریکا ملاتړ کوي په تېره یوه لسیزه کې د سوریې د شمال ختیځ پراخې سیمې اداره کولې.