د سوریه حکومت او کردانو یو مواقفه لاسلیک چې له مخې د سوریې ټولې سیمې د حکومت تر کنټرول لاندې راځي

د سوریې موقت حکومت د هغو سیمو له تشکیلاتو سره چې کردان یې اداره کوي، یوه موافقه لاسلیک کړې.

په دې موافقه کې اوربند او د سوریې په پوځ کې د دې ډلې- چې امریکا یې ملاتړ کوي، ګډون شامل دي.

د دې موافقې له مخې چې تطبیق به یې د روان میلادي کال په پای کې پیل شي له عراق او ترکیې سره د سوریې پر ټولو سرحدي لارو د حکومت ولکه ټینګېږي.

همداراز د دې هېواد زندانونه چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش نژدې ۹۰۰۰ مشکوک غړي پکې بندیان دي، د حکومت تر ادارې لاندې راځي.

د سوریې کردان به هم د دې موافقې له مخې په خپله ژبه د تعلیم په ګډون چې د اسد د واکمنۍ پرمهال ممنوع و، د اساسي قانون په اساس خپل تثبیت شوي حقونه ترلاسه کړي او سلګونه زره کردان به چې د څوارلس کلنې کورنۍ جګړې پرمهال له خپلو مېنو وتلي وو، خپلو کورونو ته ستانه شي.

دا موافقه د سوریې لپاره یوه لویه بریا بلل کېږي او دې ته به امکان برابر کړي چې د سوریې ټول ځواکونه د هیات تحریر شام ډلې د مشر احمدشرع په مشرۍ د یو حکومت تر ادارې لاندې راولي.

د بشار الاسد په مشرۍ حکومت همدې ډلې په تېره ډسمبر میاشت کې نسکور کړ.