ایران: بې اسناده افغان کډوال له روغتیايي، ښوونیزو او نورو خدمتونو محروموو

په ایران کې د افغان کډوالو یو کمپ چې افغانستان ته بې اسناده افغان کډوال اخراجوي

ایران وايي، بې اسناده افغان کډوال له روغتیايي، ښوونیزو او نورو خدمتونو محروموي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او بهرنیو کډوالو د چارو عمومي مدیر، نادر یار احمدي، ویلي چې دا پرېکړه به د ۱۴۰۴ لمریز کال د حمل له لومړۍ نیټې عملي شي.

په ورته وخت کې، یو شمېر افغان کډوال چې په تهران او د ایران په نورو ولایتونو کې ژوند کوي وايي، له مخکې هم د یادو خدمتونو او په نورو برخو کې محدودیتونو سره مخ وو.

دوی وايي، اندېښنن دي چې د دغو محدودیتونو په ډېرېدو سره به یې ژوند لا سخت شي.

یو افغان کډوال چې نه یې غوښتل د موضوع د حسایت له امله یې نوم په راپور کې یاد شي وايي، د خپلې مور د درملنې لپاره څو روغتونونو ته ورغلی، خو دا چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل، مور یې ورته معاینه نه‌کړه.

ډاکټر راته وویل د زړه ګراف یې واخله، خو هر روغتون ته چې لاړم، ویل یې پاسپورټ نه لرې، او د سرشمیرنې کومه پاڼه چې لري د اعتبار وړ نه ده
په ایران کې میشت افغان

هغه ازادي راډیو ته وویل، "ډاکټر راته وویل د زړه ګراف یې واخله، خو هر روغتون ته چې لاړم، ویل یې پاسپورټ نه لرې، او د سرشمیرنې کومه پاڼه چې لري د اعتبار وړ نه ده. ما ورته وویل پاڼه پرېږده، ستونزه ووایه، خو راته ویې ویل، ښه به دا وي چې افغانستان ته ولاړ شې، دلته ستا کار نه‌ کېږي. د مور روغتیايي وضعیت مې ډېر خراب شو، مجبوره شوم چې بېرته یې افغانستان ته راولم."

احسان ضیاء، چې د ایران په کرج ښار کې اوسېږي ازادي راډیو ته یې وویل،

"درې کاله کېږي چې ایران ته راغلي یو، یوازې د دې لپاره چې اولادونه مو ښوونځي ته ,لاړ شي، خو دلته هم له زده‌کړو بې‌برخې دي. مخکې به یې ویل چې که د استوګنې شین کارت او قانوني ویزه ولرئ، نو اولادونه مو ښوونځي ته تللی شي، یوه هیله مو درلوده، خو اوس ورته هېڅ سند معتبر نه دی."

د ایران د کورنیو چارو وزارت تازه ویلي چې د کډوالو له قانوني کولو د زیاتې څارنې له امله، نور بې اسنادو کډوالو ته روغتیایي، ښوونیز او د املاکو معاملاتي خدمتونه نه وړاندې کېږي.

په دې اړه نور: ایران: ۶ کټګورۍ افغان کډوال چې د "سرشمېرنې پاڼه" ولري په دې هیواد کې پاتېدای شي

نادر یار احمدي، ایسنا خبري آژانس ته ویلي، دا پرېکړه به د ۱۴۰۴ کال د حمل له لومړۍ نیټې څخه عملي شي.

د تهران والي محمد صادق معتمدیان په دې ورستیو کې ویلي وو چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل راهیسې، دوی۲۵۰ زره بې اسناده افغان کډوال نیولي دي.

نوموړي مهر خبري اژانس ته ویلي چې د دغو کډوالو د سرشمیرنې وروستۍ نېټه د روانې حوت میاشتې اخره ده.

هغه زیاته کړې چې د ایران د کورنیو چارو وزارت تګلاره د بې اسناده کډوالو پر ایستلو راڅرخي، او د څارنې دې اقداماتو ته به دوام ورکړي.

ایران تازه اعلان کړی چې شپږ ډوله افغان کډوال چې د " پناه غوښتنې کارت" لري، کولی شي په دې هېواد کې په قانوني ډول اووسېږي.

دا کډوال (خاوند او مېرمن) یو یې باید د کډوالۍ کارت ولري او یو یې هم د سرشمېرنې پاڼه. دوهمه ډله کې هغه کسان شاملېږي چې خاوند یا مېرمن د سرشمېرنې سند ولري او یا یې هم د کډوالۍ کارت لپاره یې نوم لیکنه کړې وي او یا هم د دوی له اولادونو څخه یو یې د سرشمېرنې پاڼه ولري.

درېیمه ډله بیا هغه کسان دي چې پاسپورټ ولري، خو د ویزې موده یې پای ته رسېدلې وي.

دغه شان هغه کسان هم په ایران کې پاتې کېدای شي چې د کار جواز ولري او د سرشمېرنې پاڼه هم ترلاسه کړي.

ښاغلي احمدي ویلي په پنځمه ډله کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پخواني دولتي کارکوونکي او پوځیان شامل دي او شپږمه ډله کې بیا هغه کسان راځي چې غواړي خپل پخوانی تابعیت لغوه او د ایران خپل کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي دا مهال شاوخوا ۶ میلیونه بهرني اتباع، چې ډېری یې افغانان دي، په ایران کې ژوند کوي.