الشرع: د ملکي کسانو د ګڼ وژنې پیښې په اړه به پلټنې کیږي

د سوریې اوسنی مشر احمد الشرع

د سوریې نوي مشر احمد الشرع د ده د ځواکونو له خوا د ملکي علویانو د ډله ییزې وژنې له راپورونو وروسته، د ځواب ویلو او څیړنو ژمنه وکړه.

دغه ډل وژنه د بشار الاسد د حکومت له ړنګېدو او سوریه کې د نوي حکومت له راتګ وروسته د ملکیانو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو خونړۍ پیښه بلل شوې ده.

د سوریې د بشري حقونو یوې ډلې نن دوشنبه ( د کب شلمه) ویلي چې د مارچ له شپږمې راهیسې د سوریې د امنیتي ځواکونو یا دولت پلوه ملیشو له خوا ۹۳۷ ملکیان وژل شوي دي.

دغه ډل وژنه د اقلیت علویانو په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال شوې.

دا هغه سیمه ده چې د سوریې پرزیدلی ولسمشر بشار الاسد پورې اړوند ده او هلته د هغه پلویان هم اوسیږي.
تازه تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې تېره سه شنبه د بشار اسد وفاداره ځواکونو د سوریې د نوي دفاع وزارت دوه پوځیان د لاذقیه ښار په الدعتور سیمه کې ووژل.

تر دې پېښې وروسته د سوریې د نوي حکومت ځواکونو او ملاتړو وسله والو په یادو سیمو کې د د اسد د حکومت د پاتې شونو د تصفیې په نوم پراخ عملیات پيل کړل.